افغان اعلانات - د راکړې ورکړې لومړنی انلاین بازار

افغان اعلانات

افغان اعلانات
Computers
Autos
Real Estate
Jobs
Telecom
Cameras


غوښتل کیږي : له بي بي سي سره د کار موقعې

لیک متن/توضیحات :

بي بي سي په لندن کې د خپلې پښتو خپرونې لپاره پروډيوسر ته اړتيا لري.

بي بي سي د افغانستان لپاره پر پښتو او دري هره ورځ افغانستان او سيمې ته خپرونې لري.

په دې خپرونو کې خبرونه او روانې چارې، ټولنيز، کلتوري او بوختوونکي پروگرامونه راځي.

د خپرونې د چمتو کوونکي (پروډيوسر) په توگه به ستاسې دنده څېړنه، پر پښتو د راډيويي رپوټونو جوړول، پر وېبپاڼې د خپرېدو وړ مطالبو چمتو کول او د رسنيو نورې بڼې وي.

په نورو دندو کې مو د مرکو کول او د پروگرامونو او بحثونو وړاندې کول راځي. چټکه او سمه ژباړه او پر راډيو يا انټرنېټ د خپرېدو لپاره د موادو چمتو کول د پروډيوسرانو نورې دندې دي.

د پښتو راډيويي خپرونو چمتو کوونکى بايد پر پښتو د لومړنۍ ژبې په توگه بشپړ واکمن وي او ورسره ورسره يې انگريزي هم تر لوړې کچې زده وي.

سربېره پر دې، د افغانستان، سيمې او نړۍ پر حالاتو پوهېدل او د سيمې د رسنيو د بازار پېژندل هم ضروري دي.

د راډيويي خپرونو چمتو کوونکى بايد د ليسانس تر کچې يا له هغې سره معادلې زده کړې ولري او په وروستيو کلو کې د ژورنالستيکي تجربې شتوالى د کار په ورکړه کې يو مهم امتياز گڼل کېږي.

د دې ترڅنگ، د کمپيوټر په کارولو کې بشپړ مهارت، پښتو ټايپ او دغه راز پر انټرنېټ پوهېدل او ترې گټه اخيستل او له يوه خوځنده چاپېريال سره د ځان د سمولو وړتيا پر راډيويي کار د گمارنې شرطونه گڼل کېږي.

سربېره پردې، د راډيويي چارو لپاره د ښه غږ درلودل هم اړين دي.

هغه غوښتونکي چې د غوښتنپاڼو د څېړنې په لومړي پړاو کې غوره شوي وي، د ليکلې ازموينې او مخامخ مرکې لپاره رابلل کېږي.

د نورو معلوماتواو د غوښتنليک د ډکولو لپاره دغې انټرنيټي پتې ته مراجعه وکړئ :

اويا په افغانستان کې د غوښتنليک فورمې د ترلاسه کولو لپاره د بي بي سي دفتر سره په تماس کې شئ :

Abdulhai Arif
Manager , BBC Kabul office
BBC World Service
Telephone: 020 220 2300
Mobile: + 93 (0)793777666
Email: abdulhai.arif@bbc.co.uk

معالومات

  • قیمت: توضیحلیک وګورئ
  • لګول شوي په : 10-08-2010
  • کتل شوي: 1228 ځلې
  • نقشه:(INDICATION)

اعلان ورکوونکی

داووهل

.پر دغه اعلان داو وهل نه کیږي

ددغې وېبپاڼې ټول حقونه د افغان اعلانات ټکی کام سره خوندي دي.