افغان اعلانات - د راکړې ورکړې لومړنی انلاین بازار

افغان اعلانات

افغان اعلانات
Computers
Autos
Real Estate
Jobs
Telecom
Cameras


غوښتل کیږي : د افغانستان دجيولوجې سروې رياست کې کاري فرصتونه

لیک متن/توضیحات :

دولت له خوا د اصلاحاتو د ړومبي والي او بيا جوړونې پروګرام (PRR) د يوې برخې په توګه د افغانستان د جيولوجي سروې رياست کې هم اصلاحات روان دي. د  افغانستان د جيولوجي سروې دا اصلاحات ددې لپاره په کار اچول شوي څو د جيولوجيکي څيړنو داسې يوه مډرنه اداره جوړه شي، چي جيوساينتيفيک معلومات به نه يوازې دولت ته بلکې دا به د زيربناوو، د ځمکې لاندې اوبو د برابرولو، او د ښاري او کرنېزې  پراختيا لپاره خصوصي سکتور ته هم برابروي. د افغانستان جيولوجي سروې نوى جوړښت داسې ادارې ته اړتيا را په ګوته کوي چې د خصوصي سکتور په مشرۍ له کاني پانګه اچونې سره سم به  فعاليت او د منرالونو او هايدرو کاربن د سروې دندې به  سره يو لاس کوي. د PRR پروسه تر اصلاحاتو لاندي د ټولو ادارو پستونه اعلانوي اود کارکوونکو استخدامول د پرانيستې پروسې او وړتيا له مخې تر سره کيږي. د دوهم او له هغه پورته بستونو دپاره استخدامول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کميسيون د ګمارنې د بورډ له خوا پيل شوي دي. چي د لويو رياستونو ، د هايدرو کاربن د سروې رياست، د لابراتوارونو د لوى آمريت، د ژوند د چاپيريال او د جامدو منرالونو پستونه ډک شوي دي. د دوهم او له هغه  پورته بستونو اته پسته د ګمارنې لپاره تيار دې چې د هغو دري او انګليسي اعلانونه په  اصلاح ورځپاڼه کې او د هغو پښتو، دري او انګليسي په دې ويب سايټ کې خپاره شوي دي. لوى مديريتونه او له دريم بست څخه ټيټ تخنيکي پستونو لپاره کارکوونکي د کانو وزارت له  خوا ګمارل کيږي چې ددې ويب سايټ تر څنګ به په ځينو نورو خپرونو کې هم اعلان شي. ټول ٣٦٤ پسته به د PRR پروسې له خوا اعلان شي چي ددې ادارې په ټولو برخو کې تکړه جيولوجسټانو او نورو متخصصينو ته د کار په زړه پورې فرصتونه برابروي. بريالي کانديدان به د PRR له خوا د زيات شوې معاش، تخنيکي او اداري روزنې او د مسلکي پراختيا له دوامداره پروګروم څخه ګټه پورته کړي. په جيولوجي سروې رياست کې د کارموندنې د ټولو اعلانانو لپاره لاندې پتې ته مراجعه وکړئ:

http://www.mom.gov.af/index.php?page_id=7 

معالومات

  • قیمت: توضیحلیک وګورئ
  • لګول شوي په : 08-08-2010
  • کتل شوي: 1020 ځلې
  • نقشه:(INDICATION)

اعلان ورکوونکی

داووهل

.پر دغه اعلان داو وهل نه کیږي

ددغې وېبپاڼې ټول حقونه د افغان اعلانات ټکی کام سره خوندي دي.