افغان اعلانات - د راکړې ورکړې لومړنی انلاین بازار

افغان اعلانات

افغان اعلانات
Computers
Autos
Real Estate
Jobs
Telecom
Cameras


غوښتل کیږي : سپوږمۍ راډيو کې د کارموندنې اعلان

لیک متن/توضیحات :

سپوږمۍ راډيو يوه خپلواکه خبري ، او ټولنيزه راډيو ده، دغه راډيو به ډېر ژر په کابل ښار کې د ايف ام په ١٠٢،٢ څپو خپرونې پيل کړي او ترهغې درې مياشتې وروسته به خپلې خپرونې د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي .
سپوږمۍ راډيو په کابل کې څلورو کسانو ته چې دلاندينيو شرايطو درلودونکي وي، اړتيا لري .

١- د راډيو د مارکيټينګ (بازار موندنې) مسوول :
يوکس ( نارينه )
_د مارکيټينګ په برخه کې بايد دوه کلنه تجربه ولري
_د هيواد ځينو ولايتونو ته دخپلې کاري دندې په موخه دتګ جوګه وي .
_ دخپلې کاري اړتيا په کچه په پښتو دري اوانګريزي ژبو او کمپيوټر وپوهېږي .

٢- د اخبار ويانده  :
يو کس ( ښځينه)
_ منځنۍ زده کړې يې بشپړې کړې وي .
_ په پښتو او دري  ژبه ليکل او لوستل وکولاى شي .
_ د انګليسي ژبې سره بلدتيا ولري.

٣- د ښځو ، ځوانانو ، فرهنګي  او  ټولنيزو خپرونو پروديوسره:
يوکس ( ښځينه)
- د ژورناليزم ، ادبياتو او ښکلو هنرونو په برخه کې د ليسانس په کچه زده کړې ولري .
- د راډيويي پروګرامونو په برخه  کې د کار لږ ترلږه يو کلنه تجربه ولري.
- په پښتو او دري ژبه ليکل او لوستل وکولاى شي
- د انګليسي ژبې سره بلدتيا ولري

٤- د سياسي بحثونو  چلوونکى:
يوکس ( نارينه )
- د ژورناليزم او ادبياتو په برخه کې د ليسانس په کچه زده کړې .
- دژونديو خپرونو دکوربه توب وړتيا .
- په پښتو او دري ژبه پوره تسلط
- د انګلسي ژبې سره بلدتيا
- د ويب پاڼې لپاره د سياسي بحثونو د متن چمتو کول .
- د کار دوه کاله تجربه

په سپوږمۍ راډيو کې د نوموړو دندو لپاره مينه وال کولاى شي خپلې پېژند پاڼې په انګريزي ژبه  تر لسو ورځو پورې په لاندينۍ پته را واستوي .

spogmairadio@gmail.com

0786001177

معالومات

  • قیمت: توضیحلیک وګورئ
  • لګول شوي په : 08-08-2010
  • کتل شوي: 1299 ځلې
  • نقشه:(INDICATION)

اعلان ورکوونکی

داووهل

.پر دغه اعلان داو وهل نه کیږي

ددغې وېبپاڼې ټول حقونه د افغان اعلانات ټکی کام سره خوندي دي.